نړیوال بانک د پاکستان د اقتصادي پرمختګ او خطر راپور خپور کړ

0
78

باغی ټی وی رپورټ

د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي، چې په اوسني سیاسي وضعیت کې د پاکستان اقتصاد اوس هم له جدي ننګونو سره مخ دی، په دغه هېواد کې نور ۳.۹ میلیونه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې دي او په اغېزمنو سیمو کې د کرنیزو محصولاتو د زیاتولو اړتیا ده. سیمې

د راپور له مخې د پاکستان د بهرنیو اسعارو ذخیرې د یوې میاشتې په وارداتو کمې دي او انفلاسیون له ۲۵ فیصده زیات دی.

رپورټ کې وئيل شوي چې د روان حساب خساره، انفلاسیون او د تادیاتو بار به تر 2025 مالي کال پورې زیات شي چې له مخې به یې تر 2024 او 2025 پورې په کال کې د تادیاتو بار 29 ملیارد ډالرو ته ورسېږي.

رپورټ کښې وئيلي شوي دي چې پاکستان کښې قرض د اقتصاد 74 فيصده ده، د پاکستان د ايف آر ډي ايل قانون له مخې قرض بايد د اقتصاد 60 فيصده وي، د دې نه علاوه په پاکستان کښې د مالي خساره 6.7 فيصده ته رسيدلې په داسې حال کښې چې د اقتصادي شرح وده امکان لري چې یوازې 0.4 سلنه وي.

د راپور له مخې په پاکستان کې سږ کال د پټرولیم محصولات ۵۵ سلنه او د برېښنا بیه ۴۷ سلنه لوړه شوې ده.

راپور زیاتوي چې د روان حساب خساره به تر ۲۰۲۵ کال پورې د GDP ۲.۲٪ ته لوړه شي، د نړیوال وجهي صندوق په ګډون د چین د سوداګریزو بانکونو پورونه او بانډونه به ورکړل شي، د ودې د لوړې کچې او انفلاسیون له امله به د بې وزلۍ کچه نه راټیټه شي. ..

د نړیوال بانک په راپور کې د خرڅلاو د مالیاتو او پر عایداتو د مالیاتو د اصلاحاتو همغږي کول اړین بلل شوي دي.

نړیوال بانک وايي، د IMF پروګرام سره سره پاکستان د بهرنیو اسعارو د ذخیرو له کمښت سره مخ دی، د ثبات لپاره باید اقتصادي ډله د اقتصادي اصلاحاتو پر تګلارې تمرکز وکړي.

Leave a reply