د پاکستان فوځ ویاندې ادارې آئي ايس پي ویلي دی چي د پاکستان فوځي ځواکونه هر وخت داخلي او خارجي خطرونو ته ځواب ورکولو ته تيار دي

0
190

باغی ټی وی رپورټ

راولپنډۍ: آئي ايس پي آر وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ په مکمله توګه خاتمې لپاره ملت او حکومت ته ګډ دريځ غوره کول پکار دي۔

د پاکستان فوځ ویاندې ادارې آئي ايس پي ویلي دی چي وسله وال ځواکونه هر وخت داخلي او خارجي خطرونو ته ځواب ورکولو ته تيار دي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) له مخې، د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په مشرۍ د ۲۵۷ مې قول اردو کمانډرانو غونډه وشوه، چې پکې د هېواد پر داخلي او امنیتي وضعیت خبرې وشوې، چې په ترڅ کې یې د سیمې پر داخلي او امنیتي مسایلو خبرې وشوې.

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي فوځي قيادت د ورپيښو چيلنجونو نه پوره خبر دے او فوځي قيادت د اولس په ملاتړ خپل آئيني ذمه وارۍ سرته رسولو لپاره پرعزم دي۔

د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښي وئيلي شوي دي چي وسله وال ځواکونه هر وخت داخلي او خارجي خطرونو ته ځواب ورکولو ته تيار دي، سکيورټي فورسز لويديځو سرحدي سيمو کښي پټ عمليات کوي۔

آئي ايس پي آر زياته کړې چې د ترهه ګرۍ د مکملې خاتمې لپاره ملت او حکومت ته د ګډ دريځ خپلولو ضرورت دې۔

د آئي ايس پي آر له مخې فورم د قامي سلامتيا كمېټۍ لخوا ټاكل شوي هدفونو ترلاسه كولو لپاره د پوره عزم باور وركړو۔

Leave a reply