د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) مشر جهاد ازور وايي، پاکستان نن په یو مهم موڑ کې دی، د اقتصادي ثبات لپاره پرېکنده ګامونو ته اړتیا ده
باغی ټی وی رپورټ
په واشنگټن کې دخبرو په مهال دآئي ايم ايف مشر جهاد ازور وويل دپاکستان وروستنۍ پاليسۍ په سم لوري روان دي، په موجوده صورتحال کې دانفليشن کنټرول ضروري دى.
هغه وویل چې د تبادلې نرخ ساتل هم مهم دي چې د هر ډول بهرني شاک څخه مخنیوی وشي.
د پیسو نړیوال صندوق مشر وویل چې د پیسو نړیوال صندوق او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي، د دې پروګرام د بشپړولو لپاره مالي مرستې ته اړتیا ده.
هغه وويل چې پاکستان ته په تېرو کلونو کې د ډېرو پروګرامونو له لارې مرستې برابرې شوې دي.