د پېښور په ګډون د خېبر پښتونخوا په دولتي سکولونو کې د نويو ماشومانو د داخلېدو لپاره د ځای کمښت دی

0
113

باغي ټی وی رپورټ

پيښور او د صوبې اکثره سرکاری سکولونو کښې نوي ماشومان داخله اخستو کښې له ستونزو سره مخ دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په يوه ټولګي کې د ٤٠ ماشومانو د ناستې ظرفيت شته، خو د ماشومانو د زيات شمېر له امله په ډېرو ټولګيو کې تر ٧٠ زيات ماشومان ناست دي.

دسرچينو له مخې په بيلا بيلو سکولونو کې دظرفيت دکمي له امله ماشومان بيرته ليږل کيږي خو دغلته زياتې ستونزې دنجونو په سکولونو کې دي چرته چې دماشومانو شميره زياته ده اؤ دښوونکو کمبود هم شته.

دسرچينو له مخې ددغه ټول صورتحال څخه دخبرو باوجود هم دپوهنې رياست د١٦ لاکه ماشومانو داخلو هدف پوره کول غواړي.

د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، د داخلې کمپاين په ترڅ کې تر اوسه د ټول ولايت په کچه درې لکه ماشومان ښوونځيو ته داخل شوي دي.

Leave a reply