کراچۍ: پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې نن سبا د ملک په اقتصادي او سياسي حالاتو خلک اندېښمن دي خو قيادت يې اندېښمن نه دی

باغی ټی وی رپورټ

په کراچۍ کې د ملک په اقتصادي او سياسي صورتحال خبرې اترې شوي چې پکې د بېلا بېلو سوداګرو او سياسي شخصيتونو ګډون کړی، په دې موقع شاهد خاقان عباسي او مفتاح اسماعيل د حاضرينو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړل.

بلخوا پخواني لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي، چې پخوا ټاکنو زموږ ستونزې هوارې کولې، خو اوس اختلافات دومره زیات شوي، چې ټاکنې زموږ ستونزې هواري نه ښکاري.

هغه وويل، چې د هېواد رهبري د خلکو له ستونزو سره اشنا نه ده، په اوسنيو شرايطو کې له ټاکنو سره هم ښه والى نه ښکاري، نن په هېواد کې بې ساري انفلاسيون دى، د ځينو محکمو پرېکړې هم د هېواد پر اقتصادي وضعيت اغېز کوي، د بیلګې په توګه هیواد د ریکوډیک قضیه کې ملیاردونه ډالر له لاسه ورکړي.

شاهد خاقان اوويل چې نېب دا مهال تر ټولو کرپټ اداره ده، د نېب له وجې چې ملک ته څومره زيان اوښتی بل هېڅ ادارې نه دی کړی.

په دې موقع د خزانې پخواني وزير مفتاح اسماعيل ووئيل چې نن د هېواد اقتصادي حالات خراب دي، په كليوالو سيمو كښې د خوراکي شيانو د انفلاسيون شرح 50 فيصده او په ښاري سيمو كښې 47 فيصده ده، په پاكستان كښې 60 فيصده خلك عايد لري. د 35 زره روپو څخه زیات نه دی، اوس حالت دا دی چې حتی متوسط ​​​​طبقه د خپلو لګښتونو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه وويل اوس به له سعودي څخه دوه ميليارده ډالره او له بل چا څخه د پيسو په اخيستلو سره دا کار نه کېږي، اوس بايد د يوه ملت په توګه فکر وکړو، چې دا ډول ستونزې به نه حل کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载

wps下载

有道翻译下载