د حقوقي چارو کارپوهانو ویلي دي چې د اطلاعاتو د ازادۍ له قانون څخه د معافیت په اساس د سترې محکمې د قاضیانو د تنخواګانو او امتیازاتو جزیات پټ نه شي ساتل کیدای

0
190

باغي ټی وی رپورټ

د قانون وزارت د چارواکو په وینا، د سترې محکمې هر قاضي شاوخوا 17 لکه روپۍ معاش او امتیازات ترلاسه کوي او هیڅ مالیه نه ورکوي.

د جيو فېکټ چيک سره رابطه کولو په وخت د سپريم کورټ اسسټنټ رجسټرار خرم شهزاد وويل سپريم کورټ د نورو حکومتي ادارو په شان يو عامه دفتر نه دی نو ځکه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون لاندې د ججانو د تنخواګانو او مراعاتو تفصيلات نه شي ورکولی.
خرم شهزاد دا هم وويل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون کې د عامه دفتر واضح تعريف شته او ستره محکمه يې نه مني، خو قانوني کارپوهان د سترې محکمې د اسسټنټ رجسټرار له نظر سره موافق نه دي.

نامتو فقیه او د هیومن رایټس واچ غړې آسیا سروپ اعجاز ویلي دي چې د سترې محکمې د قاضیانو تنخواګانې د خلکو له پیسو ورکول کیږي نو د دې د پټ ساتلو هیڅ جواز نشته.

نامتو وکیل صلاح الدین احمد جیوفاکس ته وویل چې د اسسټنټ رجسټرار خبره په حقه ده چې سپریم کورټ د نورو حکومتي ادارو په شان عامه اداره نه ده خو د ججانو د تنخواګانو او مراعاتو د عامولو نه کولو دغه جواز د قانون د 19A آرټيکل لاندې د عوامو نه دی. د دې معلوماتو د پوهیدو بشپړ حق او د دې معلوماتو د نه ورکولو لپاره هیڅ قانون شتون نلري او که داسې کوم قانون جوړ شي دا به د 19A مادې خلاف وي.

د قانون وزارت چارواکو جیو فېکټ چیک ته ویلي چې د پاکستان د چیف جسټس تنخواه 10 لاکه 24 زره او د نورو ججانو تنخواه 9 لاکه 67 زره ده د دې نه علاوه چیف جسټس ته 2400 سي سي او نورو ججانو ته 1800 روپۍ ترلاسه کیږي. د سي سي رسمي موټرو، ټولو قاضیانو ته ۶۰۰ لیټره پټرول او یو چایفر د حکومت له خوا ورکول کیږي.

۶۸۰۰۰ د کور کرایه، ۶۹۰۰۰ د طبي الاؤنس په توګه او د ۱۹۹۷ کال د ولسمشر د فرمان له مخې له تنخوا او نورو ټولو امتیازاتو هیڅ ډول مالیه نه اخیستل کیږي، په داسې حال کې چې له تقاعد وروسته هر قاضي ته د وړیا بریښنا او پټرول ترڅنګ شاوخوا لس لکه روپۍ تقاعد هم ورکول کیږي.

Leave a reply