د کوئټې نه به د کور دننه ریل سروس به د اتو میاشتو ځنډ وروسته نن نه شروع کیږي

0
106

باغی ټی وی رپورټ

په بلوچستان کې د تېر کال د بارانونو او سېلابونو له امله د برتانوي واکمنۍ پر مهال جوړ شوی پل نړېدلی او د رېل ګاډي تګ راتګ پرې شوی دی.

خو د پاکستان رېلوې ادارې له ۸ مياشتو وروسته د دغه پل د جوړېدو چارې بشپړې کړې، چې له هغې وروسته به د اورګاډي تګ راتګ له نن څخه بېرته پيل شي.

مسافرین د ریل سروس بحالیدو سره خوشحاله دي، د اختر ریل ګاډي به هم د اپرېل په اتلسمه د کوئټې نه روانیږي، تر دې وړاندې به مسافرین په بسونو کې ناست وو او له هغه ځایه به په ریل ګاډي کې سپاره کیدل.

Leave a reply