د متحده عربي اماراتو په بېلابېلو زندانونو کې بند ۳۲۵ پاکستانيان خوشې شول

0
62

باغی ټی وی رپورټ
د متحده عربي اماراتو په بېلابېلو زندانونو کې بند ۳۲۵ پاکستانيان خوشې شول، د پاکستان حکومت د متحده عربي اماراتو له حکومته د دغو بندیانو د خوشې کولو ځانګړې غوښتنه کړې وه.

په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي له جیو نیوز سره د خبرو پر مهال ویلي، چې د کوچنیو جرمونو په تور زنداني شوي ۳۲۵ پاکستانيان خوشي شوي دي.

هغه وویل چې هغه په ​​ځانګړې توګه د اماراتي ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان څخه مننه کوي چې هڅه کوي پاکستانیانو ته قانوني خدمات وړاندې کړي.

بل خوا په ابوظهبي کې د پاکستان سفارت تر چتر لاندې د افطار ډوډې جوړه شوې وه چې پکې پاکستاني پیلوټانو، انجنیرانو، استادانو، ډاکټرانو او وکیلانو برخه اخیستې وه.

په دې موقع د پاكستان سفير ووئيل چې پاكستاني ټولنه دې په ابوظهبي كښې هم د پاكستان كلتور او طبي مركز جوړ كړي۔

Leave a reply