د متحده عربي اماراتو چارواکو د پیسو نړیوال صندوق (IMF) څخه پاکستان ته د یو ملیارد ډالرو تمویل تصویب کړ، چې اوس یوازې سعودي عربستان پاتې دی

0
106

باغي ټی وی رپورټ
د متحده عربي اماراتو چارواکو د پیسو نړیوال صندوق (IMF) څخه پاکستان ته د یو ملیارد ډالرو تمویل تصویب کړ، چې اوس یوازې سعودي عربستان پاتې دی

د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې سټيټ بينک د متحده عرب اماراتو چارواکو نه د ذخيرې اخستلو لپاره په ضروري اسنادو کار کوي.

له بلې خوا د مالیې وزارت سرچینې وايي چې اوس یوازې سعودي عربستان پاتې دی چې له نړیوال وجهي صندوق سره د کارکوونکو د کچې د موافقې تایید وکړي.

د مالیې وزارت د سرچینو د معلوماتو له مخې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ له سعودي عربستان څخه ۲ میلیارده ډالره مالي مرسته وشي.

د مالیې وزارت سرچینې وايي چې د سعودي عربستان له تایید وروسته به د بهرنیو تمویل شرایط پوره شي.

Leave a reply