د چيف جسټس عمر عطا بنديال په شمول د سپريم کورټ د اته ججانو په ضد سپريم جوډيشل کونسل کښې ريفرنس دائر کړے شوے دے

0
120

باغي ټی وی رپورټ

اسلام آباد: د چيف جسټس عمر عطا بنديال په شمول د سپريم کورټ د اته ججانو په ضد سپريم جوډيشل کونسل کښې ريفرنس دائر کړے شوے دے۔

د ميا داود ايډوکيټ لخوا د چيف جسټس په شمول د 8 ججانو په ضد ريفرنس دائر کړے شوے وو چې پکښې د آئين آرټيکل 209 او د ججانو ضابطه اخلاق 3 نه تر 6 او 9 پورې تړلې دي۔

په ريفرنس کښي د چيف جسټس عمر عطا بنديال نه علاوه جسټس اعجازالحسن، جسټس منيب اختر، جسټس مظهر نقوي، جسټس محمد علي مظهر، جسټس عائشه اے ملک، جسټس حسن اظهر رضوي او جسټس شاهد وحيد نومونه شامل دي۔

په ريفرنس کې وئيلي شوي دي چې منظور کړل شوى بل اوريدنې لپاره په ټاکلو سره دپارليمان د اختياراتو څخه تجاوز شوى، دپارلمان د بل اوريدنې لپاره 8 کسيزه غير آئيني بينچ جوړ کړى شو.

په ريفرنس کې زياته شوې چې د سپريم کورټ پريکټس او پروسيجر خلاف حکمنامه د عدالتي اصولو خلاف ورزي ده. د ججانو خلاف د ريفرنس يوه کاپي جسټس فيض عيسى، جسټس طارق مسعود او جسټس منصور ته استولې شوې ده او د ريفرنس يوه کاپي د سندهـ هائي کورټ چيف جسټس او چيف جسټس لاهور هائي کورټ ته هم استولې شوې ده.

Leave a reply