اټارني جنرل د انتخابي فنډز په اړه د چيمبر د اورېدنې په لړ کې د وزيراعظم شهباز شريف سره تر مشورې وروسته سپريم کورټ ته رسېدلی دی

باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: اټارني جنرل د انتخابي فنډز په اړه د چيمبر د اورېدنې په لړ کې د وزيراعظم شهباز شريف سره تر مشورې وروسته سپريم کورټ ته رسېدلی دی.
وزيراعظم شهباز شريف د چيمبر سماعت نه وړاندې اټارني جنرل ته د مشاورت لپاره بللې وو په کومه به چې اټارني جنرل سمدستي د وزيراعظم سره ملاقات لپاره سپريم کورټ نه وزيراعظم آفس ته رسيدلي وو۔
په دې موقع ميډيا سره په غيررسمي خبرو كښې اټارني جنرل منصور عثمان ووئيل پارليمنټ حكومت د فنډ جاري كولو مخه نيولې ده اوس وفاقي حكومت د انتخاباتو لپاره د فنډ جاري كولو اختيار نه لري۔
اټارني جنرل د وزيراعظم سره صلاح مشورې مکملولو وروستو سپريم کورټ ته واپس شوې دې۔
په دې موقع ده ووئيل چې پارليمنټ فنډ وركولو نه منع كړې وي نو حكومت څنګه وركړې شي؟
لویه څارنوالي وايي چې نن به د حکومت دریځ د استیناف محکمې په استماعیه غونډه کې وړاندې شي.
ياده دي وي چي نن به پنجاب کښي د انتخاباتو لپاره د فنډونو په اړه د چيمبر سماعت کيږي چي پکښي د چيف جسټس پشمول د بنچ درې غړي برخه اخلي۔






