د لاهور هائي کورټ دالفن فورس ته امر کړی چې د هغو کسانو خلاف کاروائي وکړي چې اوبه ضايع کوي
باغي ټی وی رپورټ
د لاهور هائي کورټ دالفن فورس ته امر کړی چې د هغو کسانو خلاف کاروائي وکړي چې اوبه ضايع کوي.
د لاهور هائي کورټ کښې د اسموګ مخنيوي لپاره د دائر درخواستونو اورېدنه وشوه۔
عدالت د ډي جي ايل ډي اے په پوسټونو په مستقله توګه د افسرانو تقررولو او د ماحولياتو د سفيرانو شمير زياتولو او فعالولو حکم ورکړے دے۔
عدالت په کورونو کښې د اوبو د ميټرونو لګولو په اړه د راتلونکې اورېدنې په اړه هم رپورټ طلب کړی دی.
هائي کورټ د ايس پي ډولفن فورس ته د اوبو ضايع کونکو خلاف د کاروائي کولو حکم هم ورکړے دے۔
د اورېدنې په مهال جسټس شاهد کريم ريمارکس ورکړو چې د افسرانو د ورځني بدلون له امله نوي افسرانو ته د حکم عملي کولو احکامات ورکول پکار دي.