د مردم شمارۍ په اړه د مختلفو سياسي ګوندونو د تحفظاتو او اعتراضونو په اړه يوه کميټي جوړه کړې شوې ده

0
76

باغی ټی وی رپورټ

د مردم شمارۍ په اړه د مختلفو سياسي ګوندونو د تحفظاتو او اعتراضونو په اړه يوه کميټي جوړه کړې شوې ده چې ورته په دريو ورځو کښې د عمل پلان جوړولو هدايات شوي دي۔ د مردم شمارۍ په اړه د مختلفو سیاسي ګوندونو د تحفظاتو او اعتراضونو لړۍ دوام لري، د مردم شمارۍ په څارنه کې د ایم کیو ایم مشر او د آئي ټي وفاقي وزیر سید امین الحق هم شامل شوی دی.

د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال د اعتراضونو د حل لپاره کمېټۍ جوړه کړې او په درې ورځو کښې يې د عمل پلان جوړولو هدايات هم ورکړي دي.

د شمارياتو وفاقي ادارې چارواکي وايي د مردم شمارۍ په اړه په سندهـ کې راپورته شوي اعتراضونه به وڅېړل شي، د کمېټۍ لومړۍ غونډه به نن شپه اته بجې کېږي، اړوندو خواوو ته په کې د ګډون هدايات ورکړل شوي دي.

Leave a reply