اسلام آباد: د انرژۍ وفاقي وزير خرم دستګير د پروسيجر بل په اړه د عدالت د حکم نه پس بل د قامي اسمبلۍ نه پاس کولو اشاره کړې ده

باغی ټی وی رپورټ
د جيو نيوز پروګرام نن شاهزيب خانزاده سره د خبرو په مهال خرم دستګير وويل غير جانبدار بينچ د آئين خلاف فيصله د وخت نه وړاندې کړې ده، پارليمنټ دا حق لري چې قانون بيا پاس کړي.
وفاقي وزير وويل تر کال 2009 وړاندې د از خود نوټس واک محدود وو، جسټس منصور وويل چې دا شاهي عدالت جوړ شوى دى.
خرم دستګير وويل چې مونږ د سترې محکمې هيڅ اختيار نه دى تحريم کړى، يواځې د عدالتي اختيار استعمال مو پراخه کړى دى.






