د فساد ضد ادارې د پنجاب پخواني وزيراعلي چوهدري پروېز الهي خلاف د يوې بهرنۍ کمپنۍ نه د کمېشن اخستو مقدمه درج کړې ده

باغي ټی وی رپورټ
د فساد ضد ادارې د پنجاب پخواني وزيراعلي چوهدري پروېز الهي خلاف د يوې بهرنۍ کمپنۍ نه د کمېشن اخستو مقدمه درج کړې ده.
د اداري فساد ضد چارواکي وايي، د چوهدري پروېز الهي پر ضد له یوې بهرنۍ کمپنۍ څخه د ۱۲ کروړه روپیو کمېشن اخیستو په تور قضیه ثبت شوې ده.
مقدمه کښې وئيلي شوي دي چې پخواني وزيراعلي پرويز الاهي د خپلې دورې په مهال د بهر نه د 3 اربه 10 کروړه روپو مشينري اخيستې وه په کوم کښې چې د بهرنۍ کمپنۍ نه په 54 فيصده کميشن فيصله شوې وه ولې دې شرکت د ضمانت چک هم ورکړو ولې پیسې یې نه دي ورکړې
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې چارواکي وايي، پروېز الهي له پرله پسې احضاراتو سره سره د پلټنو لپاره حاضر نه شو، دوسيه يې ثبت شوې او ډېر ژر به ونيول شي.
بل خوا پوليسو په ګجرات کې د پروېز الهي کور کنجاه هاوس محاصره کړی، د کور بهر د پوليسو شل نه زيات ګاډي ولاړ دي.
د راپورونو له مخې، پولیس له نیم ساعت وروسته پرته له دې چې څوک ونیسي وتښتېدل.
پروېز الهي د پوليسو د چاپو په غبرګون کې وويل، چې په کورونو کې پرته له وارنټ چاپې وهل کېږي، له دې فاشيستي ټاکنيزو وسيلو هېڅوک نه وېرېږي، دا غير قانوني حربې يوازې د عمران خان د ملاتړ لپاره کارول کېږي.






