ازبکستان کې د اسلامي امارت او ایران هیواد بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړي.

ازبکستان کې د اسلامي امارت او ایران هیواد بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړي.
13 اپریل 2023 پنشنبه
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال ښاغلي امیر عبداللهیان سره پر دوو اړخيزو اړيکو خبرې اترې وکړې.
په دغه ناسته کې د دواړو هیوادونو په سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي ودې، سیمه يیز ثبات، امنیت، دوه اړخیزو همکاریو ا پیاوړتیا او مشترکاتو په باب مفصلې خبرې او د نظریاتو تبادله وشوه.
اړوند موضوعات
همدا راز د ناستي په پای کې په ایران کې افغان مهاجرینو ته د لا تسهیل او د نوي افغان حکومت له راتګ وروسته په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او قاچاق د مخنیوي او معتادینو د تداوۍ په تړاو هڅې وستایل شوې او د ګڼو نورو پرمختګونو په اړه معلومات تبادله شول.





