د اسلام آباد عدالت د پي ټي آئي د مشر علي امين ګنډاپور د نور جسماني ريمانډ درخواست مسترد کړے دې

0
182

باغی ټی وی رپورټ
د اسلام آباد عدالت د پي ټي آئي د مشر علي امين ګنډاپور د نور جسماني ريمانډ درخواست مسترد کړے دے

د اسلام اباد په ضلعي او سيشن عدالتونو کې جوډيشل مجسټرېټ احتشام عالم د پي ټي آئي د مشر د مقدمې اورېدنه وکړه چې پکې پوليس علي امين ګنډاپور عدالت ته وړاندې کړو.

د اورېدنې په مهال پراسيکيوټر د وسلو ترلاسه کولو لپاره د ملزم د نور جسماني ريمانډ غوښتنه وکړه خو د هغه وکيل بابر اعوان د جسماني ريمانډ مخالفت وکړ.

عدالت د تفتيش افسر نه پوښتنه وکړه چې دوه ورځې دې څه کوې، په دې اړه تفتيشي افسر عدالت ته وويل چې علي امين ګنډاپور غږ کړى دى.

وروسته عدالت د علي امین ګنډاپور د نور جسماني ریمانډ غوښتنه رد کړه.

د دې نه علاوه عدالت د بهکر پوليس لخوا د علي امين ګنډاپور د دريو ورځو ريمانډ درخواست هم مسترد کړے دے۔

Leave a reply