په اسلام اباد کې د واکمن ګوندونو مشرانو په یوه خبري غونډه کې ویلي چې هیچا ته دا واک نه شي ورکولای چې د پارلمان د قانون جوړولو مخه ونیسي
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2023/04/Wafaqi-Kabeena.jpg)
باغی ټی وی رپورټ
په اسلام اباد کې د واکمن ګوندونو مشرانو په یوه خبري غونډه کې ویلي چې هیچا ته دا واک نه شي ورکولای چې د پارلمان د قانون جوړولو مخه ونیسي
اسلام اباد کې دخبرو په مهال وزيراعظم نذير تارړ وويل دغه بل تراوسه نۀ دى جوړ شوى اؤ يو ٨ کسيز بينچ جوړ شوى دى.
د قانون وزير وويل مونږ يوه سپريم کورټ غواړو، د دوه سپريم کورټ خبره نه کوو، په ادارو کښې د تقسيم تاثر ورځ په ورځ څرګنديږي، مونږ تمه لرو چې نن بينچ منحل شي.
په دې موقع د پيپلز پارټۍ مشر قمر زمان کائره اوويل چې دا بل اوس هم پارليمنټ کښې دے او سپريم کورټ پورته کړې دې ولې نن د دې بنچ په جوړولو سره د پارليمنټ د اختياراتو د بندولو کوشش د منلو نه دے
مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال د جے يو آئي مشر کامران مرتضي وويل زه دکيس په فکسنگ او د بنچ په غړو هم حيران شوم، دجنورۍ په مياشت کې مونږ چې کوم مقدمې درج کړې دي دهغوي شمير هم نۀ دى، بل لوري ته يواځې قانون جوړ شوى دى. .نه هم او قضیه ثابته ده.