اولنۍ پاکستاني صادراتو نه ډک ټرک ترکي هیواد ته ورسید
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د صادراتي توکو نه ډک اولنې ټرک د ایران په لار ترکي ده رسیدلې دې، پاکستاني سوداګر د پاکستان صادراتو د ایران په لار ترکي د رسیدلو دې تجارت ته یو ډیر د ترقۍ ګام وایی.
د اې پي پي نیوز رپورټ مطابق وزیراعظم عمران خان معاون عبدالرزاق داود وایی چې د پاکستاني توکو نه ډک د این ایل سي ټرک د ایران په لاره ترکي ته رسیدلې دې چې دا د پاکستان په تاریخ او تجارت کښې یو ډیر لوی ګام دې.
هغه به خپل ټویټر پانړه لیکلی چې پاکستانۍ ټرک په ۲۸ ستمبر د کراچې نه راوان شو او په اووم ۷ اکتوبر ترکي ته ورسیدو.عبدالرزاق داود وایی چې دا یو نوې ګام دې او سوداګر دې ددې لوی موقعې نه ګټه پورته کړي چې په دې لار د تجارت کولو نه به سوداګرو وخت او پیسه هم بچ شي او دوی ته به ډیره مالي ګټه وشي.
I am very pleased to announce that under the TIR treaty, the first NLC truck transporting commodities from Pakistan 🇵🇰 reached Turkey 🇹🇷 via Iran 🇮🇷. The NLC truck left Karachi on Sep 28 and reached Istanbul on Oct 7 covering the distance of 5300 KM. pic.twitter.com/h7xVckZdCq
— Abdul Razak Dawood (@razak_dawood) October 12, 2021