سي ټي ډي پوليس ملاکنډ ريجن د خيبرپښتونخوا لوئي دير ضلع تيمرګر تالاش خټکي سيمه کښې د ترهګرو په موجودګۍ کارروائي کړې چې پکښې دوه ترهګر وژلې شوي دي

0
81

باغي ټی وی رپورټ
سي ټي ډي پوليس ملاکنډ ريجن د خيبرپښتونخوا لوئي دير ضلع تيمرګر تالاش خټکي سيمه کښې د ترهګرو په موجودګۍ کارروائي کړې چې پکښې دوه ترهګر وژلې شوي دي.

د پولیسو په وینا، د اپریل په څلورمه د تالاش په سیمه کې په یوه ګڼه ګوڼه بازار کې د ټرافیک چارواکي په وژنه کې د ترهګرو د لاس لرلو په اړه د معلوماتو پر اساس اقدام وشو.

ترهګرو پر پولیسو ډزې وکړې او لاسي بمونه یې وغورځول چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې دواړه ترهګر ووژل شول.

دپوليسو ترمخه ددوؤ مطلوبو ترهگرو حفيظ الدين عرف عمر اؤ برهان الدين تعلق ملاکنډ ضلعې سره دى، د وژل شوؤ ترهګرو څخه دوه تومانچې او لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي.

Leave a reply