زه د هغو خلکو په عقل ماتم کوم چا چې عمران خان انتخاب کړې وو. د دفاع وزیر

0
438

باغی ټی وی رپورټ
د دفاع وزير خواجه اصف د پي ټي ائي په مشر عمران خان نيوکې کړي او له هغه يې غوښتي چې د هغه چا سره کېني او خبرې اترې وکړي چې په اختر کې يې واده کړی و، څو لومړی وزير شي.

خواجه اصف د جيو نيوز پروګرام نن شاهزيب خانزاده سره د خبرو په مهال وويل زه د هغو خلکو په عقل ماتم کوم چا چې ده ته انتخاب کړ.

ده ووئيل چې عمران خان يو وارداتي څيز دے په كومه چې كوم ډيوټي نشته، په امريكه كښې د عمران خان په ضد كوم سازش نه وو شوې خو پخپله عمران خان د هغه سپانسر كړې ؤ۔

ياده دي وي چي تيره ورځ د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د عمران خان او بشرا بي بي خلاف د غيرقانوني نکاح د مقدمې د ژر اوريدنې درخواست منظور کړے دے۔

وروسته د نکاح خوانه مفتي سعید د عمران خان او د هغه د میرمن بشری بي بي په ضد د غیر قانوني نکاح کیس کې خپل بیان ثبت کړ.

مفتي سعید ویلي چې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ د لومړۍ نیټې واده ناروا او غیر قانوني و.

Leave a reply