لاهور: د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په پخواني وزيراعظم نيوکه کړې او وئيلي ئې دي چې بزدل نواز شريف ليډر نه دې

باغي ټي وی رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په پخواني وزيراعظم نيوکه کړې او وئيلي ئې دي چې بزدل نواز شريف ليډر نه دې.
عمران خان په زمان پارک کې له پی ټی ایی کارکوونکو سره افطار وکړ، د پی ټی ایی فعالانو خدمت ی وکړو او آټوګرافونه یې هم ورکړل.
په دې موقع ده ووئيل چې كه چا موقع وركړه نو هېواد به په خپلو پښو ودروي، د مشرانه كولو لپاره زړورتيا ضروري ده په داسې حال كښې چې د ضمير لپاره پيسې اخستل شرك دي۔
عمران خان ویلي چې د مشر کېدو لپاره باید لومړی صادق او امانت وي، بزدل نواز شریف کېدای شي خو مشر نه شي.
پخواني لومړي وزیر زیاته کړه، کله چې څوک رشوت اخلي، بې عزتي کېږي، کله چې له نورو پیسې وغواړو د هېواد عزت نه کېږي.






