خوشاب کښې درې تنه غلا وژل شوي دي

باغی ټی وی رپورټ
په خوشاب کې د غلا له پېښې وروسته غلو چې پر موټرسایکل سپاره و، د یوه ښاروال له موټر سره ټکر وکړ چې له امله یې درې تنه غله ووژل شول.
دپوليسو دسرچينو له مخې دخوشاب په قائد اباد سيمه کې دريوؤ تندلارو په يو گاډي کې سپاره يو کس څخه موبائيل فون، نغدې پيسې اؤ نور قيمتي شيان چور کړل اؤ په موټر سائيکل وتښتيدل.
خو ښاروال په خپل موټر کې غله تعقيب کړل او په اميرواله کې يې د غلو موټرسايکل له خپل موټر سره وجنګاوه چې له امله يې درې تنه غله په کې ووژل شول.
د سيمه ييزو پوليسو په وينا، وژل شوي غلو په جنايي جرمونو کې لاس درلود، چې له درېيو وژل شويو غلو څخه دوه يې وروڼه دي.






