د آزاد کشمیر سترې محکمې د پخواني وزیراعظم سردار تنویر الیاس د هائی کورټ سزا خلاف د حکم امتناعی درخواست رد کړی دی

باغي ټی وی رپورټ
مظفر آباد: د آزاد کشمیر سترې محکمې د پخواني وزیراعظم سردار تنویر الیاس د هائی کورټ سزا خلاف د حکم امتناعی درخواست رد کړی دی.
د پخواني وزيراعظم سردار تنوير الياس د اپيل اوريدنه د آزاد کشمير سپريم کورټ کښې د چيف جسټس راجه سعيد اکرم په مشرۍ کښې فل بينچ کوي، په بنچ کښې جسټس رضا علي خان او جسټس خواجه نسيم شامل دي۔
د سردار تنویر الیاس په استازیتوب وکیل رازق خان د قانوني ټیم مشري کوي.
ياده دي وي چي د آزاد كشمير هائي كورټ څو ورځي وړاندي سردار تنوير الياس د عدالت د توهين په تور نااهله ګرځولي وو د كوم خلاف ئي تيره ورځ سپريم كورټ کښي اپيل دائر كړے وو۔ د آزاد کشمیر په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو وزیراعظم د عدالت د توهین په تور نااهل شوی دی.





