سي ټي ډي دخيبر ضلعې تخت بيګ چيک پوسټ باندي خودکش حمله کښي ککړ شپږ ترهګر ګرفتار کړي دي

باغي ټی وی رپورټ
پيښور: سي ټي ډي دخيبر ضلعې تخت بيګ چيک پوسټ باندي خودکش حمله کښي ککړ شپږ ترهګر ګرفتار کړي دي۔
د تروريزم پر وړاندې د مبارزې رياست د وياند په وينا، د ځانمرګي بريد اصلي شکمن تر اوسه وژل شوى او له ده سره وسلې، مهمات او مهم اسناد هم ترلاسه شوي دي.
د سي ټي ډي وياند له مخې په ځانمرګي بريد كښې ککړ د دوه ترهګرو د نيولو هڅې روانې دي۔
د سي ټي ډي ترمخه د جنورۍ په 19مه نيټه په تخته بيګ چيک پوسټ باندي حمله کونکي ډزي کړي او ځانمرگي ئي چاودنه کړي ده، خودکش چاودنه کښي د دوه پوليس اهلکارو پشمول دري کسان شهيدان شوي وو۔






