د کراچۍ عدالت د K اليکټرک د پي ايم ټي له لارې د يو ښاروال د ټپي کېدو په صورت کې K اليکټرک ته د 92 لاکه روپو د تاوان ورکولو امر کړی دی
باغي ټي وی رپورټ
د کراچۍ عدالت د K اليکټرک د پي ايم ټي له لارې د يو ښاروال د ټپي کېدو په صورت کې K اليکټرک ته د 92 لاکه روپو د تاوان ورکولو امر کړی دی
سينئر سول جج رزاق حسين د کراچۍ ښار په محکمه کې د K اليکټرک د پي ايم ټي له امله د ټپي شوي وګړي د کيس اورېدنه وکړه.
د درخواست کوونکي وکيل عثمان فاروق د پېښې په اړه عدالت ته په خبرو کې ويلي چې ياده پېښه د ۲۰۱۸م کال د نومبر په ۱۵مه په اورنګي ټاون صادق اباد کې رامنځته شوې وه چرته چې د برق د غفلت له امله د پي ټي ایم ټيلر راپرېوت.
وکيل وويل عاصم امام سخت ژوبل شوى اؤ دبدن ډيرې برخې يې دپيښې وروستو هم معذوره دي.
د درخواست کونکي وکيل عدالت ته خواست کړے چې د جي اليکټرک په سر دې دروند جرمانه لګولې شي او د تاوان ادا کولو حکم دې ورکړي.
عدالت K اليکټرک ته امر کړی چې متاثره شوي وګړي ته دې 92 لاکه روپۍ معاوضه ورکړي.
محکمې ویلي، چې K الیکتریک دې په ۳۰ ورځو کې ښاریانو ته د معاوضې پیسې ورکړي.