د پاکستان بار کونسل د سپریم کورټ پریکٹس او پروسیجرل بل اورېدنې په موقع نن (پنجشنبه) د ټول ملک په عدالتونو کې د هړتال اعلان کړی دی

0
81

باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان بار کونسل د سپریم کورټ پریکٹس او پروسیجرل بل اورېدنې په موقع نن (پنجشنبه) د ټول ملک په عدالتونو کې د هړتال اعلان کړی دی

د سپریم کورټ پریکٹس او پروسیجر بل 2023 خلاف درخواستونه په سپریم کورټ کې د اوریدنې لپاره ټاکل شوي.

د سپريم کورټ پريکټس او پروسيجر بل په ضد د درخواستونو اورېدنې لپاره د چيف جسټس په مشرۍ اته کسيزه بنچ جوړ شوے دے.

اوس د پاکستان بار کونسل د بل اورېدنې په موقع نن د ټول ملک په عدالتونو کې د هړتال اعلان کړی دی.

د پاکستان بار کونسل وائس چيئرمېن حسن رضا وئيلي دي چې د خوښې وړ ججانو باندې مشتمل بنچ جوړ کړے شوے دے چې د مقدمې اورېدنې کښې بايد سينئر ججان هم شامل کړل شي۔

ده ووئيل مونږ د 63A په مسئلې باندې د فېل کورټ بنچ جوړولو غوښتنه کړې وه خو جوړه نه شوه، د 63 اے په اړه غلط فيصله وشوه، هر څوک وايي چې اساسي قانون کاپي شوے دے۔

د پاکستان بار کونسل د سرچینو په وینا دغه بل د ټول هیواد د بار کونسلونو له اوږدې مودې راهیسې غوښتنه وه.

Leave a reply