نيب د پنجاب د پخواني وزيراعلي پروېز الهي، د هغه د زوی مونس الهي او نورو خلاف د ګجرات او منډي بهاؤالدين په پرمختيايي پروژو کې حکومت ته د کروړونو روپو نقصان رسولو په اړه پلټنې پيل کړي دي

0
193

باغی ټی وی رپورټ
لاهور: نيب د پنجاب د پخواني وزيراعلي پروېز الهي، د هغه د زوی مونس الهي او نورو خلاف د ګجرات او منډي بهاؤالدين په پرمختيايي پروژو کې حکومت ته د کروړونو روپو نقصان رسولو په اړه پلټنې پيل کړي دي.

د نيب لخوا سيکرټري سي اينډ ډبليو ته ليکل شوي خط کښې د اپرېل تر 14مې نيټې پورې د مالي کال 2022-23 لپاره د ګجرات او منډي بهاؤالدين د تعميراتي قراردادونو، د پرمختيائي پروژو د ټېنډرز، تادياتو، کارکردګۍ، ضمانتونو او د کار د معيار تفصيلات غوښتل شوي دي. غوښتنه شوې

خط کښې داهم وئيلي شوي دي چې نيب په ټينڈرونو کښې دقوانينو خلاف ورزي، وخت نه مخکې پيسې ورکولو، دکروړونو روپو کميشن او نورو تورونو پلټنې کوي۔

چیف انجینر نارتھ د ګجرات سکیمونو کې د ادعا شوي خیانت او کیفیت چیک کولو لپاره ټیمونه جوړ کړي دي پداسې حال کې چې د نیب لاهور چارواکي به هم د C&W تفتیش ټیمونو سره یوځای شي.

د نيب ذرائعو ترمخه د پرويز الهي په دور کښې ګجرات او منډي بهاؤالدين کښې د 100 ارب نه زيات سکیمونه جوړ کړې شوي وو په کوم کښې چې د پراخه درغلۍ تورونه دي۔

Leave a reply