د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د عمران خان او بشرا بي بي خلاف د غيرقانوني نکاح مقدمې د ژر اورېدنې درخواست منلی دی
باغی ټی وی رپورټ
د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د عمران خان او بشرا بي بي خلاف د غيرقانوني نکاح مقدمې د ژر اورېدنې درخواست منلی دی.
درخواست کوونکي محمد حنيف د عمران خان او بشرا بي بي خلاف د غير قانوني نکاح د مقدمې د ژر اورېدو غوښتنه کړې وه.
په درخواست کې ويل شوي چې د مفتي محمد سعيد بيان نن د سينئر سول جج نصرمين الله بلوچ په عدالت کې ريکارډ کولى شي او درخواست کونکى غواړي چې د مرکزي شاهد مفتي محمد سعيد بيان دې ژر ريکارډ کړل شي.
درخواست کښې زياته کړې شوې چې د عمران خان او بشرې بي بي خلاف د غير قانوني نکاح مقدمې اورېدنه د اپرېل په 28مه نېټه ټاکلې شوې ده او ګواه مفتي سعيد دې عدالت کښې خپل بيان ريکارډ کولو لپاره موجود وي په داسې حال کښې چې د مرکزي ګواه مفتي سعيد بيان په تيره اوريدنه کښې ريکارډ کړے شوي وو۔
درخواست کښې غوښتنه شوې چې د عمران خان او بشریٰ بي بي خلاف د غیرقانوني نکاح مقدمه بیړنۍ نوعیت لري نو زر دې د اوریدنې فیصله وشي.