وفاقي حکومت د اختر نه وړاندې د سركاري ملازمانو د روانې مياشتې تنخواګانو د وركولو فيصله كړې ده

0
85

باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: وفاقي حکومت د اختر نه وړاندې د سركاري ملازمانو د روانې مياشتې تنخواګانو د وركولو فيصله كړې ده۔

د خزانې وزارت لخوا جاري شوي اعلاميه له مخې په دې لړ كښې د وزيراعظم شهباز شريف او د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار ترمينځه سلا شوي چې له هغې وروستو د حكومت ملازمانو ته د دې مياشتې تنخواګانې د اختر نه وړاندې ادا كولو فيصله شوې۔

د اعلاميې له مخې د مياشتنۍ پنشن د اختر نه وړاندې ادا كولو پرېكړه شوې او په دې لړ كښې د خزانې وزير د خزانې سېكتر ته د سمدستي انتظامات كولو هدايات كړې۔

Leave a reply