په میانمار کې د پوځي حکومت په هوايي بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۱۰۰ ته رسېدلی دی

باغي ټي وی رپورټ
په میانمار کې د پوځي حکومت په هوايي بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۱۰۰ ته رسېدلی دی.
د يو بهرني خبري اژانس له مخې، پوځ د سه شنبې په ورځ د ميانمار په شمال لويديځه سيمه ساګينګ سيمه کې هوايي بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې د ساګينګ په بالو کلي په نښه کړل.
د ميانمار د ملي ايتلاف حکومت وايي، د بالو کلي هغه مهال په نښه شول، چې ګڼ شمېر ولسي وګړي په سيمه کې د نوي ښارګوټي د دفتر د پرانېستلو په موخه ورغلي وو.
حکومتي چارواکي وايي، په دغه هوايي برید کې ښځې او ماشومان هم وژل شوي او په وژل شویو کې یو شمېر امیندواره مېرمنې هم شاملې دي.
د ملي یوالي حکومت دغه هوايي برید یو جنګي جنایت او وحشیانه عمل بللی دی.
له بلې خوا د میانمار پوځي چارواکو د دغه برید په اړه له هر ډول څرګندونو ډډه کړې ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په میانمار کې د 2021 په فبرورۍ کې د پوځ لخوا واک ترلاسه کولو راهیسې په زرګونو خلک وژل شوي دي.





