مامورین: دندو ته پرېنښودل شوو
مامورین: دندو ته پرېنښودل شوو
کابل کې یو شمیر مامورین چې غوښتل یې دفترونو ته لاړ شي، دفتر ته د دننه کېدو اجازه نده ورکړل شوې.
(2021 / 8 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
تېره اونۍ لۀ پنجشیر پرته طالبانو د افغانستان په ټولو ولایتونو ولکه ټینګه کړه، له د ښارونو له نیولو سره سم وویل چې د مامورینو د کار خنډ به نه ګرځي او ټول دولتي ملکي مامورین به خپلو دندو ته راګرځي؛ خو نن سهار کله چې دولتي مامورینو غوښتل دفترو ته د دندې ترسره کولو پۀ موخه لاړ شي، دفتر ته ورته د داخلېدو اجازخ نده ورکړل شوي او بېرته خپلو کورونو ته لېږل شوي.
د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې د ملي ټلویزیون ځیني ښځینه کار کوونکي هم له کار څخه منعه شوي دي.