په میانمار کې د پوځ د هوايي بمباریو په نتیجه کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي دي

باغي ټی وی رپورټ
په میانمار کې د پوځ د هوايي بمباریو په نتیجه کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي دي.
د بهرني خبري اژانس له مخې د میانمار په شمال لوېدیځه سیمه سیګینګ کې پوځ د سې شنبې په ورځ هوايي بریدونه کړي او په دغه برید کې یو تالار هم په نښه شوی دی.
د پوځ په هوايي برید کې د ۱۵ ښځو، ماشومانو او ګڼ شمېر ملکي وګړو په ګډون ۵۳ تنه وژل شوي دي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، هوايي بمبارۍ هغه سیمه په نښه کړې چې د میانمار پوځي حکومت مخالف دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته پر مخالفینو باندې د میانمار د پوځ له خوا هوايي بمبارۍ زیاتېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د میانمار د وسله والو لخوا برید په کلکه غندلی او له پوځ یې غوښتي چې له تاوتریخوالي ډک اقدامات ودروي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وولکر ترک په میانمار کې د هوايي بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې مسوول کسان باید عدالت ته راکاږي.





