د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر ميا محمد نواز شريف د عمرې ادا کولو لپاره له لندن څخه سعودي عربستان ته رسېدلی دی

0
154

باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر ميا محمد نواز شريف د عمرې ادا کولو لپاره له لندن څخه سعودي عربستان ته رسېدلی دی.

نواز شریف سعودي عربستان ته له رسېدو وروسته د پاچا عبدالعزیز هوايي ډګر څخه هوټل ته روان شو.

ياده دې وي چې نواز شريف به د روژې وروستۍ لسيزه په سعودي عربستان کې له خپلې کورنۍ سره تېروي او د عمرې سعادت به هم ترلاسه کوي، مريم نواز له دې وړاندې له لاهور څخه جدې ته رسېدلې ده.

دسرچينو له مخې نوازشريف او مريم نواز به سعودي عرب ته دخپل سفر په مهال د شاهي کورنۍ ځانګړي مېلمانه وي، نوازشريف به هم دکوچني اختر وروستو برطانيې ته دراتللو څخه څو ورځې په دوحه کې پاتې شي.

ياده دې وي چې د سعودي شاهي چارواکو د پاکستان مسلم ليګ نون مشر نواز شريف او وزيراعظم شهباز شريف ته د عمرې لپاره بلنه ورکړې ده.

سرچينې وائي دوزيراعظم شهباز شريف کورنۍ دغلته په جده کې ده او امکان دى چې وزيراعظم به په 26م رمضان سعودي عرب ته رسيږي.

پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د ۲۰۱۹م کال له نومبر میاشتې راهیسې په لندن کې تر درملنې لاندې دی.

Leave a reply