د توهين عدالت کيس کې د آزاد کشمير وزيراعظم سردار تنوير الياس نااهله کېدو وروستو سينئر وزير خواجه فاروق قائم مقام وزيراعظم شو
باغی ټی وی رپورټ
د توهين عدالت کيس کې د آزاد کشمير وزيراعظم سردار تنوير الياس نااهله کېدو وروستو سينئر وزير خواجه فاروق قائم مقام وزيراعظم شو.
خواجه فاروق به د نوي وزيراعظم تر انتخاب پورې خپله وظيفه سرته رسوي، د آزاد کشمير صدر بيرسټر سلطان محمود په دغه سمري لاسليکونه کړي او لېږلي دي.
بل اړخ ته سردار تنویرالیاس اعلان کړی دی چی هغه نن سهار د آزاد کشمیر سپریم کورټ کښي د نااهلی خلاف اپیل دائر کړی دی.
ياده دي وي چي تيره ورځ عدالت د آزاد کشمير وزيراعظم سردار تنويرالياس ته د عدالت نه برطرفه کولو پوري سزا اورولې وه او هغه ئي د هيڅ قسمه عوامي عهدې نه نااهله ګرځولې وو ولي د هغه د غير مشروط معافي غوښتنه هم مسترد کړې وه۔
تنویر الیاس په خپلو تقریرونو کې د ججانو په ضد د گواښ کولو تورونه لگولي دي، دا د آزاد کشمیر په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو وزیراعظم د عدالت د توهین په تور نااهل شوی دی.