لاهور کښې د ډينګي خطرې نه پس ډپټي کمشنر د ډينګي سرويلنس کښې غفلت کولو له وجې 34 حکومتي څانګو ته وضاحتي خط جاري کړے دے

0
105

باغي ټی وی رپورټ

لاهور کښې د ډينګي خطرې نه پس ډپټي کمشنر د ډينګي سرويلنس کښې غفلت کولو له وجې 34 حکومتي څانګو ته وضاحتي خط جاري کړے دے۔

دا مراسله د پاکستان کرکټ بورډ، ریلوې، واپډا، جیلونو، ایکسائز، بورډ آف ریونیو، سوئی ګیس، لیسکو، پاکستان پوسټ پنجاب، سپورټس، عشر او صنعت په شمول نورو څانګو ته هم جاري کړې شوې ده.

مراسله کښې وئيلي شوي دي چې د ولاړو اوبو د صفائۍ نشتوالي له وجې د ډينګي لاروا خوريږي، د متعلقه څانګو فوکل پرسن ډيش بورډ نه استعمالوي، په دې اړه بار بار خبر ورکړے شوے دے ولي د څانګو لخوا سنجيدګي نه ده شوې لیدل کیږي.

ډي سي لاهور رفيعه حيدر وايي د وروستيو بارانونو وروستو حکومتي ادارو د ډينګي سرويلانس کار نه دی شروع کړی.

Leave a reply