کرنې او مالدارۍ وزارت وایي تیر کال هیواد کې د ځمکني توتانو ۳۳۷ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي.
کرنې او مالدارۍ وزارت وایي تیر کال هیواد کې د ځمکني توتانو ۳۳۷ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي.
11 اپریل سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزاذرت د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۱ ام کال کې د هېواد په کچه ۳۳۷ مټریک ټنه ځمکني توتان تولید شوي دي.
خبر زیاتوي چې بلخ د ۱۲۵ مټریک ټنو تولید او ۲۵ هکټاره کرکیلي سیمې په درلودلو سره تر ټولو ډېر تولید لري، ترڅنګ یې کابل، هرات، تخار، دایکندي، خوست، ننګرهار، او نیمروز هغه ولایتونه دي، چې په کې ډېر ځمګني توتان کرل کېږي.
یاده دې وي تېر کال په ۱۱۸ هکټاره ځمکه ځمکني توتان کرل شوي دي، چې حاصلات یې ۳۳۷ مټریک ټنو ته رسېدلې وه.
اړوند موضوعات
کرنې وزارت کابل سیلو کې د استخباراتو لوی ریاست ته د ۱۰۰ جریبه ځمکې د لېږد په اړه غونډه دائره کړی.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د هېواد په کچه د ځمکني توتانو د کرکیلې سیمه پراخه کړي.
حماد