د ایران په زاهدان ښار کې لسګونه بندي طالب علمان د اسلامي امارت د سفارت په هڅو خلاص او هیواد ته راستانه کړای شول.

0
113

د ایران په زاهدان ښار کې لسګونه بندي طالب علمان د اسلامي امارت د سفارت په هڅو خلاص او هیواد ته راستانه کړای شول.

11 اپریل سه شنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ایران کې لسګونه بندي طالب العلمان راخلاص او خپل هیواد ته ستانه کړای شول.

 

خبر زیاتوي چې په تهران کې د افغان دولت سفارت او زاهدان کې د جنرال کونسلګرۍ په هڅو د ایران په زاهدان ښار کي د ځایي حکومت له لوري نیول شوي لسګونه طالب العلمان چې د دیني زده کړو لپاره تللي وو او د قانوني اسنادو د نشتون له کبله زنداني شوي وو را خلاص او خپل هیواد را ستانه کړل شول.

اړوند موضوعات

تیره ورځ یو ځل بیا ایراني حکومت نیږدې دوه سوه تنه افغان بندیان آزاد او افغاني چارواکو ته وسپارل.

 

یاده دې وي چې ایران هیواد کې لوی سفارت اسلامي امارت ته تر سپارل کیدو وروسته یاد هیواد کې سلګونه افغان بندیان راخلاص او خپل هیواد ته ستانه کړي.

حماد

Leave a reply