په پاکستان کې د کوچني اختر د سپوږمۍ لیدلو لپاره د مرکزي کمېټۍ غونډه رابللې شوې ده
باغي ټی وی رپورټ
په پاکستان کې د کوچني اختر د سپوږمۍ لیدلو لپاره د مرکزي کمېټۍ غونډه رابللې شوې ده.
په دې اړه په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روژې د میاشتې د مرکزي کمېټۍ غونډه به د پنجشنبې په ورځ د اپریل په شلمه (۲۹ رمضان) د مذهبي چارو وزارت په اسلام اباد کې کېږي.
د بيان ترمخه د مرکزي رويت هلال کميټې د غونډې مشري به مولانا عبدالخبير آزاد کوي.
د اعلامیې له مخې، د زونونو کمیټو غونډې به د ټول هیواد په ټاکلو ځایونو کې ترسره شي.