پاکستان په مقبوضه کشمير کې د هند لخوا په ترسره شوې G20 غونډه باندې سخته خپګان څرګند کړی دی
باغي ټي وی رپورټ
اسلام اباد: پاکستان په مقبوضه کشمير کې د هند لخوا په ترسره شوې G20 غونډه باندې سخته خپګان څرګند کړی دی.
د خارجه دفتر د وياند لخوا جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې هند په ناقانونه توګه مقبوضه كشمير كښې د جي 20 غونډه كولو پلان لري او هند د مې له 22مې نېټې نه تر 24مې نېټې پورې په سرينګر كښې د سياحتي كاركوونكې ډلې غونډه كړې ده۔ ټاکل شوې غونډې هم اندېښمنونکې دي، د هند غیر مسوولانه اقدام په مقبوضه کشمیر د غیرقانوني اشغال د دوام لپاره یو اقدام دی او د دغه اقدام پر مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیکونه په پام کې نه دي نیول شوي.
وياند ووئيل د هند غير ذمه دارانه عمل د سلامتي كونسل د قراردادونو او منشور خلاف ورزي ده، هند په مقبوضه كشمير كښې د خپل غير قانوني قبضې د دوام هڅه كوي، پاكستان مقبوضه كشمير كښې د هند د اقداماتو سخته غندنه كوي۔
د خارجه دفتر وياند ووئيل د هند غير قانوني اقدامات د جمو او كشمير حقيقت نشي پټولې، مقبوضه كشمير په نړيواله توګه پېژندل شوې شخړه ده او مقبوضه كشمير له اوو لسيزو نه زيات وخت د سلامتي كونسل په ايجنډا كښې ده۔