د روژې په مبارکه میاشت کې په مکه مکرمه کې د عمرې پر مهال سخت بارانونه وشول، د باران ویډیو ګانې یې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي .

باغي ټی وی رپورټ
د روژې په مبارکه میاشت کې په مکه مکرمه کې د عمرې پر مهال سخت بارانونه وشول، د باران ویډیو ګانې یې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي
دسعودي ميډيا له مخې دغه باران دنهې په ورځ سحر مهال وشو چې له امله يې موسم خوښ شو چې په مهال يې د زيارت کوونکو خوښي څرگنده شوه.
خو په دې ترڅ کې د هر ډول اضطراري حالت سره د مقابلې لپاره امنیتي او دفاعي څانګې هم فعالې وې.
د سعودي د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، له تېرې ورځې راهیسې په سعودي عربستان کې د بارانونو نوې لړۍ پیل شوې او د څو ورځو لپاره د باران د اورېدو امکان شته.






