د کوئټې په کچلاک سيمه کښې د پوليسو عملياتو په مهال څلور اهلکار شهيدان شوي دي.

باغی ټی وی رپورټ
د کوئټې په کچلاک سيمه کښې د پوليسو عملياتو په مهال څلور اهلکار شهيدان شوي دي. دپوليسو ترمخه دکوئټې په کچلاک سيمه کې دپوليسو اؤ ملزمانو ترمينځ دډزو تبادله شوې چې پکې ددواړو خواؤ څخه د ډزو په تبادله کې څلور پوليس اهلکار شهيدان شوي دي.
پوليس وايي په کچلاک کې دپوليسو عمليات روان دي اؤ تر دې مهاله يو تن وژل شوى دى.
ياده دي وي چي تيره ورځ هم د کوئټي په شاهراه اقبال کښي د پوليس ګاډي سره نزدي بمي چاودنه کښي څلور کسان مړه او پنځلس ژوبل شوي وو۔





