عوامي نېشنل ګوند په هېواد کې د روانو حالاتو په اړه د ټول ګونديز کنفرانس (اے پي سي) راغوښتلو اعلان کړى دى

باغی ټی وی رپورټ
عوامي نېشنل ګوند په هېواد کې د روانو حالاتو په اړه د ټول ګونديز کنفرانس (اے پي سي) راغوښتلو اعلان کړى دى.
د اے اين پي مشر امير حيدر هوتي وئيلي دي چې اے پي سي به د مئي په دريمه نيټه اسلام آباد کښې کيږي او ټولو سياسي پارټو ته به په اي پي سي کښې د ګډون بلنه ورکولې شي۔
د دې تر څنګ د عوامي نېشنل ګوند خېبرپښتونخوا صدر ایمل ولي ویلي چې په ټول ملک کې دې د اکتوبر په اتمه په یو وخت انتخابات وشي.
د يادونې وړ ده، چې پرون د ولسي جرګې په ګډه غونډه کې د ملي شورا او ولايتي شوراګانو د ټاکنو پر يوه ورځ د ترسره کېدو پرېکړه ليک هم تصويب شو.
دغه قرارداد دپارليمان په ګډه غونډه کې دپارليماني چارو وفاقي وزير مرتضي جاويد عباسي وړاندې کړى ؤ.






