د امریکا د کانګرس غړي ټوډ لیو د پاکستان تحریک انصاف له مشر عمران خان سره ټیلیفوني خبرې کړي دي

باغی ټی وی رپورټ
په ټیلیفوني خبرو کې د امریکا د کانګریس غړي عمران خان سره په پاکستان کې د بشري حقونو د وضعیت او ډیموکراسۍ ته د ورپیښو ګواښونو په اړه خبرې وکړې.
د امریکا د کانګریس غړي ټوډ لیو عمران خان ته ډاډ ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به د پاکستان د ادعا شویو ناسمو اقداماتو په برخه کې د مداخلې غوښتنه وکړي.
پاکستاني الاصله امریکايي ډیموکراټ ډاکټر اصف له عمران خان سره خبرې کړې دي.
دا باید په پام کې ونیول شي چې ټوډ لیو په کانګرس کې د ډیموکراتیک کاکس ترټولو اغیزمن مرستیال دی.






