د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشرې تنظیمونکې مریم نواز د عمرې ادا کولو لپاره له خپلې کورنۍ سره سعودي عربستان ته تللې

0
156

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشرې تنظیمونکې مریم نواز د عمرې ادا کولو لپاره له خپلې کورنۍ سره سعودي عربستان ته تللې

دسرچينو له مخې مريم نواز سره د هغې دوه لوڼې ماه نور او ماه نور، د مريم خاوند محمد صفدر، زوى جنيد او لور عائشه سيف هم ملګري دي.

د دې نه علاوه ډاکټر عدنان، چوهدري منیر، راحیل منیر، شیخ آصف او مرزا جاوید هم د مریم نواز سره دي.

دسرچينو ترمخه پخوانى وزيراعظم نوازشريف به دشورو په ورځ له لندن څخه جدې ته رسيږي، نواز شريف اؤ مريم نواز به دسعودي عرب د شاهي کورنۍ ځانگړي مېلمانه وي.

سرچينې وائي چې مريم نواز اؤ نواز شريف به شاهي قيادت سره هم ليدنه کوي، دوزيراعظم شهباز شريف کورنۍ دغلته په جده کې ده او امکان دى چې وزيراعظم به په 26م رمضان سعودي عرب ته رسيږي.

Leave a reply