د کمشنر قلات داود خلجي سکواډ سره تعلق لرونکی د لیویز ګاډی سوراب سره نزدې د ټرالر سره ټکر شوی چې له وجې شپږ لیویز اهلکار مړه او یو ژوبل شوی دی

0
162

باغی ټی وی رپورټ

بلوچستان: د کمشنر قلات داود خلجي سکواډ سره تعلق لرونکی د لیویز ګاډی سوراب سره نزدې د ټرالر سره ټکر شوی چې له وجې شپږ لیویز اهلکار مړه او یو ژوبل شوی دی.

د ليويز ترمخه کمشنر قلات داود خلجي د خضدار نه کوئټې ته راروان وو چي سوراب سره نزدې حاجيکه کښې د هغه د ليويز سکواډ ګاډي د ټرالر سره وجنګيدلو او ولويدو۔

پيښه کښي څلور ليويز اهلکار په موقع مړه او دري سخت ژوبل شوي دي کوم چي د طبي امداد لپاره کوئټه ته منتقل کړے شوي ولي دوه اهلکار د ژوبلو له وجي ساه ورکړي ده۔

د ليويز ترمخه په سکواډ کښي مړه او ژوبل شوي ليويز اهلکارو تعلق د سوراب ضلعې سره دے، کمشنر قلات ډويژن په ټرافيکي پيښه کښې محفوظ پاتې شوي دي۔

Leave a reply