پخواني وزيراعظم او د پاکستان د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د وزيراباد د حملې د مقدمې د مدعي انسپکټر عامر شهزاد د ناڅاپي مرګ په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده
باغی ټی وی رپورټ
خپل يو بيان كښې د پي ټي آئي چيئرمېن ووئيل چې عامر شهزاد د قتل سازش تر شا د سازشي عناصرو د افشا كولو اصلي ګواه وو، د جے آئي ټي ريكارډونه هم ټمپر شوي دي۔
ده ووئيل د مني لانډرنګ په مقدمه كښې د ډاکټر رضوان او شهباز شريف د مړينې په پراسرار حالاتو د ايف آئي اے تحقيقات كولو ته اړتيا ده۔
د یادولو وړ ده چې د عامر شهزاد د تره زوی په وینا عامر په کور کې د سینې درد درلود چې وروسته مړ شو.
د مرحوم انسپکټر عامر شهزاد ورور پوليس ته په ليکلي بيان کې وئيلي دي چې د عامر مرګ طبيعي دی ، هغه هيڅ پلټنې نه غواړی.
ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان باندي په دريم نومبر کال 2022 وزير آباد کښي حمله شوي وه چي پکښي ژوبل شوي وو۔