د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۲۵ تنه د غلا او حرامو غوښو د خرڅلاو په تړاو نیولي.

0
129

د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۲۵ تنه د غلا او حرامو غوښو د خرڅلاو په تړاو نیولي.

10 اپریل دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت پولیسو ۲۵ تنه د غلا، وژنو، جعل او د حرامو غوښو د پلور په تړاو په تخار، بلخ، کاپيسا، کابل، غور، غزني، بغلان او کندهار ولایتونو کې نیولي دي.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې له ډلې یې، شپږ غله او درې تنه د حرامو غوښو د پلور په تړاو په تخار، درې غله په کابل، درې تنه د وژنې په تړاو په بلخ، دوه جعل کاران په غزني، درې تنه د نښتې او وژنې په تړاو په کاپيسا، درې وژونکي په غور او دوه تنه نور د غلا په تړاو په بغلان او کندهار کې نیول شوي دي.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو وزارت امنیتي پولیسو د هیواد په ۵ ولایتونو کې ۴۲ تنه د غلا او وژنو په تړاو نیولي دي.

 

د یاد وزارت په یو بل خبر کې راغلي چې د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي توکو یوه کارخونه، چې ۱۷۰۰ ګرزه نشه یي ګولۍ هم پکې وې، په پلازمېنه کابل کې موندلې او په تړاو یې یو تن نیولی دی.

Leave a reply