قومي اسمبلۍ د پاکستان د اساسي قانون د گولډن جوبلي په مناسبت قرارداد په متفقه توګه منظور کړ

باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد: قومي اسمبلۍ د پاکستان د اساسي قانون د گولډن جوبلي په مناسبت قرارداد په متفقه توګه منظور کړ.
وزيراعظم شهباز شريف په ايوان كښې قرارداد وړاندې كړو كوم چې ايوان په متفقه توګه منظور كړو۔
په پرېکړه ليک کې د اپريل لسمه د اساسي قانون ورځ اعلان شوې او هر کال به په ټول هېواد کې د اساسي قانون ورځ نمانځل کېږي.
په پرېکړه ليک کې ويل شوي، چې د اساسي قانون ورځ به خلک او هېواد د اساسي قانون له ارزښت او ارزښت څخه خبر کړي او د ملي ګټو د خونديتوب لپاره دې دولتي بنسټونه د دفاع په برخه کې هر ډول اړين ګامونه پورته کړي.
په پرېکړه ليک کې د 1973 کال د اساسي قانون د چمتو کولو او تصويب په تاريخ او ميراث د وياړ څرګندولو په ترڅ کې په اساسي قانون کې د دريو دولتي ارګانونو ترمنځ د فدراليزم او د واکونو د وېش يادونه شوې ده.
د دې تر څنګ په پرېکړه ليک کې په اساسي قانون کې د فدراليزم د اصولو پر ساتلو او د عدليې د خپلواکۍ او بې پرېتوب، د صوبايي خپلواکۍ او د وګړو د اساسي حقونو پر ساتنې ټينګار شوى دى. د قومي اسمبلۍ غونډې ته د وينا په مهال وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د 1973م آئين په بېلا بېلو وختونو كښې ترميم كړے شو، د آمريت په وخت كښې ترميم كړے شو خو آئين نن هم ژوندى دى۔
شهبازشريف وويل دا هغه آئين دى چې سياسي مخالفين يې ٥٠ کاله وړاندې په ګډه جوړ کړى و، نن دجمهوريت لپاره ډيره مهمه ورځ ده، دغه لاسته راوړنه به په تاريخ کې په زرينو ليکنو ليکل کيږي.
هغه وويل چې يو چيف جسټس دپوښتنو پرته ډيکټيټر ته د دريو کالو رعايت ورکړ، مونږ ټول د پاکستان د ژغورلو لپاره سره راټول شوي يو، ايتلافي حکومت يو کال روان دى، يو سړى وويل دا ائتلافي حکومت بايد يو کال هم نۀ وى. . تاسو کمال وکړ. وزيراعظم وويل په ټولټاکنو کې هر گوند دخپل منشور سره روان دى، د١٩٧٣ء اساسي قانون په يوه جگړه کې پلوى ساتلى دى، مشکلات به وي خو مونږ سره په ګډه مبارزه کول دي.






