په پاکستان کې روانه اوومه سرشمېرنه پای ته رسېدلې ده، خو د سندهـ په مختلفو ښارونو کې دا عمل لا نه دی بشپړ شوی

0
78

باغي ټی وی رپورټ

په پاکستان کې روانه اوومه سرشمېرنه پای ته رسېدلې ده، خو د سندهـ په مختلفو ښارونو کې دا عمل لا نه دی بشپړ شوی.

د کراچۍ په ګډون د سندهـ په یو شمېر ښارونو کې لا هم د رایو شمېرنې بهیر نیمګړی دی او د احصایې ادارې له مخې په کراچۍ ښار کې شاوخوا ۱.۳۸ میلیونه او په حیدراباد ډویژن کې ۱.۹ میلیونه خلک شمېرل شوي دي.

د سندهـ شمارياتو ادارې ډايريکټر وايي په کراچۍ او حيدراباد کې دې د سرشمېرنې موده وغځول شي.

د سندهـ ټوله آبادي تر دې دمه 4 کروړه 83 لاکه نه زياته شميرل شوې ده، د کراچۍ ډويژن نفوس يو کروړ 38 لاکه شميرل شوی دی کوم چې نامکمل دی په داسې حال کې چې د حيدر اباد ډويژن يو کروړ 9 لاکه، د لاڑکانه ډويژن 71 لاکه، ميرپور خاص د ډويژن نفوس ۴۶ لاکه، د شهيد بېنظير آباد ۵۵ لاکه او د سکر ډويژن ۶۰ لاکه نفوس لري.

چارواکي وايي دا ارقام به د اپریل تر 30 پورې وفاقي حکومت ته لیږل کیږي او د شفافیت یقیني کولو لپاره به ټولو سیاسي ګوندونو ته بریفنګ هم ورکول کیږي.

Leave a reply